ګر ان افغا نان په ۲۸ دزمرې ۱۳۸۶ کال؛دګران افغا نستان د ۸۸ ومی د خپلواکۍ کا لیزه نما نځی
دوکتور؛م؛ پکتیا وال دوکتور؛م؛ پکتیا وال

ګران افغانستان داریایانو او خراسانیانو؛ هغه پاتی برخه؛ استرا تیژیک؛ جیوپولتیک او په وچه کی ګرد چاپیرهیواد دۍ؛څه تل د یرغلونواو ګړاونو سره لا س تر ګریوا ن وو ؛ د دې یر غلونو په اساس ار یانا په خراسان او خوراسان په افغانستان تبد یل سو؟ افغانستان په ۱۷۴۷میلادې کال کی وروسته له زیا تو یر غلو نو څخه په داسی حال کی تاسیس سو؛ څه په افغانستان کی ملو کطواُفی وه؛ اما افغانستان د ټولو وروڼومیلتو نو او قومونو په اتفا ق او یوالۍ سره  په تد ریجی ډول پرونۍ او ننۍ افغانستان ځنې جوړکړ؛ خو په افغانستان با ند ې د با ند نیوزور واکو د کور نیو لا س پو سو په وسیله سره بیا تر ننه پورۍ یر غلونو زور واکو تحمیل کړېدې  ۰        

                   دداسی تحمیل په هکله افغانستان په شما ل؛ لو د یزاو د ګند مک او دیوراند په نا ولو تحمیلی معا هد و سره په لمریز او سهل کی بیا هم د افغانستان زیا ته بر خه خاوره زورواکیانواشغال کړه اوافغانستان یی د زبرواکو په فیصله سره د یو دیوال او عا یق په حیث  په نړۍ کې ؛ وروسته پا تی او خوا ر هیواد وسا ته ؛مګر ددغو پریکړو سره سره بیا هم دغو زورواکو په افغانستان کی له طوطیو؛ دسیسواو اشغال څخه لاس وانخست؛ نن ګرا ن افغانستان د مخد روموادو؛ او د نظا می پا یګا وولپاره دیواځنی زبرواک په لاس کی بیا هم د کورنیومحد ود کسانو لاس پوسو په وسیله لو یدلۍ دۍ۰ په پوره یقین او ډاډ سره به بیا هم افغانستان په پوره اتفاق او اتحاد سره خپله خپلواکی تر لا سه کړې؛ او دافغانستان اوننۍ نړۍ د عینې او ذهنی شرا یطو سره برابربه په افغانستان کی دمختلط تو لنیز او اقتصادې سیستم په غوره نا پیلې مثبت سیاست سره بیا اباد کړې ؛په داسی ناوړو وختو کی افغانانو تل خپلی ټو لی نا خوا لی او نیمګړ تیا وې شا ته اچولی دې او په یو اتفاق او یووا لې سره د خپل هیواد خپلواکۍ ؛ټو لنیزو؛ او اقتصا دې بیا رغونی؛پر مختیا او نا پیلی مثبت سیاست خپل کړې او چلولۍ دې؛ او خپل ملی مسلح قوتونه یی بیا رغولې او پیا وړې کړې دې۰                          

    نن له ټول افغان ولس مخصوصا له ملی؛ متر قی او دموکرا تو کسا نو ؛ سازمانو نواو ګوندونو څخه هیله کیږې څه لا اقل دداسی ملی اهدافو لپاره ټولې ملی؛ نژادې؛لسا نی؛ قومی اونورو ناوړو هڅو څخه دې په زغرده لاس واخلې اوخپله خپلواکۍ د خپلونیکو ګا نو په شان له اشغا ګرو څخه واخلې؛ د داسو اهدا فو لپاره یی غوره ګڼوڅه په یوه ملی متحده جبهه کی سره را ټول سی اوخپلی ملی افغانی د ندې سرته ورسوې؛ خپل ګرا ن هیواد افغانستان له هرتورتم او زورواکی څخه وژغورې په درناوې سره۰

                                                                          

 

 


August 12th, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات